Banner

پكتيا كې دموزيم جوړ يدل ضروري دي

28.04.2009 12:07

دلرغونوځايونو شتون دهيواد په هره سيمه كې ممكن وي خوپه ځينو سيموكې ښكاره او په ځينوكې لاهم پټ پاتې دي.
پكتيا هم دهيواد دلرغونوولايتونوپه کتارکې راځي چې په ډيروسيموکې يې لرغوني آثارشته.
داچې په دې ولايت كې څومره او كومې سيمې لرغونتوب لري، په اړه يې دپكتيا ولايت داطلاعات او كلتور رئيس شفا مشفق وويل:(( هغه سروې چې څه موده وړاندې دملګرو ملتونو دكلتوري ودې ټولنې (يونسكو) لخوا شوې،دپكتيا په بېلابېلو سيموكې پنځويشت لرغوني ځايونه په ګوته شوي دي.))

نوموړي زياته کړه، په دې پنځه يشت ځايونو كې دګردېز بالاحصار اودكه ، موشكه ، اومرزكه ، مشهور ځايونه دي چې ډېرلرغونى او اوږد تاريخ لري خو په دغو سيموكې داسې ځايونه هم شته چې دكورنيو جګړو له امله لوټ شوي اويا هم په ډله ييزه توګه دسيمې خلكو له خواايستل شوي او په بهر كې پلورل شوي چې له دې جملې څخه دمرزكې لرغوني آثار وو چې دسيمې خلكو له خوا په تيرودوه كلونو کې پرله پسې كيندنو له امله ډېرلرغوني آثارايستل شوي اوپه ډيره کمه بيه په بهرکې پلورل شوي دي.

داچې اوس مهال دغه ارزښتمن ځايونه څومره دخپل سرو كيندنو څخه ژغورل شوي دين محمد دروېش وايي چې دګردېز بالاحصار چې لرغونى تاريخ لري، په ۱۳۳۳ كال كې ثبت شوى، ختيځ لوري دېوال يې چې دنړېدو له ګواښ سره مخ ؤرغول شوى دى.

نوموړي زياته کړه،داحمداباد ولسوالۍ دسلام خېلو په سيمه كې دبكرې غونډۍ دخپل سرو كيندنو څخه ژغورل شوې ده.

دغه راز، ډيرى سيمه ييزوګړي په دې خوښ نه دي چې لرغوني ځايونه دې په نښه اوپلټل شي.

قومي مشر حاجي امين الله ځاځي په دې اړه چې كه چېرته داسې لرغوني ځايونه په نښه شي،نو قاچاق وړونکي په آسانه كولاى شي چې هغه ځايونه وپلټي او آثاريې نورو هيوادونو ته په پټه ولېږدوي.

نوموړي په دې اړه وويل: ((څنګه چې پكتيا يو لرغونى ولايت دى او ډېرې لرغونې سيمې لري، حكومت بايد لكه دنورو ولايتو په څېر په پكتيا كې هم يو موزيم جوړ كړي ترڅوددې ولايت لرغوني آثار پكې خوندي او وساتل شي.))

نوموړي زياته کړه،هغه آثار چې بهراوهم يا نوروځايونوته قاچاق شوي هغه دې بيرته راوړل شي اودغه راز، دلرغونوآثارقاچاق وړونکوسره بايد قانوني چلندوشي.

داپه داسې حال کې ده چې اوس هم داسې ګنګوسې شته چې ويل کيږي يوشميرلرغوني آثارپه پټه له افغانستان څخه ايستل کيږي اوبهرته ليږدول کيږي.

 

ساحل :پکتيا